صنعتکارانو له اقتصادي اړخه د طالبانو د حکومت سل ورځې وارزولې

Dec 1, 2021 - 15:45
 4
صنعتکارانو له اقتصادي اړخه د طالبانو د حکومت سل ورځې وارزولې

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې په یوه ناسته کې له اقتصادي اړخه د طالبانو د حکومت سل ورځې وارزولې.

د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي، د طالبانو حکومت سل ورځې له امنیتي اړخه د سوداګرو لپاره ښې وې او په سوداګریزو توکو تعرفه هم کمه شوې ده، خو له اقتصادي اړخه د صنعتي پارکونو فابریکې له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

ښاغلي صافي ازادي راډيو ته وویل، خامو موادو ته د لاسري نه درلودلو له امله د ګڼو فابریکو فعالیتونه درېدلي دي.

نوموړی یې یو لامل د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د ۹۰۰ میلیونه ډالرو بانکي زېرمې کنګل کېدل ښيي چې له امله یې د خامو موادو د واردولو او اخیستلو چاره سخته شوې ده.

ښاغلی صافی له امریکا او نړیوال بانک څخه غواړي چې ژر تر ژره دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي چې په خبره یې سوداګریزه راکړه-ورکړه منظمه او د تولیدي فابریکونو کارونه بېرته پیل شي.