یوه افغان پناه غوښتونکي اندونیزیا کې ځان ته اور واچاوه

Dec 1, 2021 - 15:57
 4
یوه افغان پناه غوښتونکي اندونیزیا کې ځان ته اور واچاوه

د پناه غوښتونکو د چارو د همغږۍ اداره وايي، پرون یوه افغان پناه غوښتونکي په اندونیزیا کې ځان ته اور واچاوه.

دغه پناه غوښتونکي په درېیم هېواد کې د ځای پرځای کېدو لپاره د اووه کلن انتظار په اعتراض کې په دې کار لاس پورې کړ.

د پناه غوښتونکو د چارو د همغږۍ ادارې یوه غړي محمد جمعه پرون سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دا پېښه پرون هغه وخت وشوه چې په سوماترا ټاپو کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ مخې ته ځینو افغانانو اعتراضونه وکړل.

د محمد جمعه په خبره، دغه افغان پناه غوښتونکی ډېر سخت سوځېدلی چې روغتون ته لېږدول شوی دی.

په زرګونو پناه غوښتونکي چې څه باندې نیمايي یې افغانان دي، په اندونیزیا کې له بې برخلیک حالت سره ژوند کوي او دېته په تمه دي چې په درېیم هېواد کې مېشت کړای شي، ځکه د اندونیزیا حکومت دوی ته د کار جواز نه ورکوي.