اروپایي ټولنه: له لنډ ځنډ وروسته د اټومي تړون د احیا خبرې پیلیږي

Dec 9, 2021 - 14:40
 4
اروپایي ټولنه: له لنډ ځنډ وروسته د اټومي تړون د احیا خبرې پیلیږي

د اروپایي ټولنې یوه چارواکي چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د احیا لپاره د واشنګټن او تهران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې تنظیموي، تائید کړه چې له څو ورځو راهیسې په ټپه درېدلې خبرې به نن په ویانا کې بېرته پیل شي.

د اروپایي ټولنې ډپلوماټ انریکې مورا په یوه ټویټ کې دغه اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ګډ کمېسیون پر غونډې سربېره دوه اړخیزې او څو اړخیزې غونډې به وشي.

ټاکل شوې چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی راب میلي د روانې اوونۍ په پای کې ویانا ته لاړ شي.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي قدرتونو تېره اوونۍ د هغه څه په اړه چې دوی د ایران له لوري جدي خبرو ته نه لېوالتیا وښوده، خواشیني څرګنده کړه.

واشنګټن خبرداری ورکړی چې تهران به پرینه ږدي چې هم مهاله د خبرو د مخنیوي د هڅې ترڅنګ خپل اټمي پروګرام ته پراختیا ورکړي.