بریتانیا پر اوکرایین د یرغل په صورت کې روسیې ته د عواقبو خبرداری ورکړ

Dec 11, 2021 - 12:39
 5
بریتانیا پر اوکرایین د یرغل په صورت کې روسیې ته د عواقبو خبرداری ورکړ

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس روسیې ته خبرداری ورکړی، که پر اوکرایین یرغل وکړي، له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ سي.

نوموړې وايي، د جي سېون هېوادونو په غونډه کې چې د روانې اونۍ پای کې کېږي، پر دې موضوع یو موټیوالی څرګندېږي او دغسې یوه کړنه به 'ستراتیژیکه تېروتنه ' وبلل سي.

اغلې ټرس وايي، بریتانیا او متحدین یې باید د روسیې له دې ډول کړنې مخنیوی وکړي.

له هغه وروسته چې روسیې د اوکرایین پر پوله د پوځیانو یو ځای کول پیل کړي، تاو تریخوالی ډېر سوی دی، خو کریملین پر اوکرایین د یرغل پلان درلودل رد کړي دي.

اغلې ټرس د امریکا له لوري د مخکیني خبرداري په تکرار سره ویلي، جي سېون هېوادونه باید د یرغل پر وړاندې دریځ کې پیاوړي واوسي.

''که روسیه داسې کړنه تر سره کړي، دا به ستراتیژیکه تېروتنه وي او د روسیې لپاره به سخت عواقب ولري. ''

اغلې ټرس دغه راز وايي، بریتانیا او اروپايي ټولنه هڅه کوي، له روسیې پر ترلاسه شوې انرژۍ تکیه کمه کړي.

د نوموړې په خبره که روسیه پر اوکرایین یرغل کوي، د جرمني او روسیې تر منځ د ګازو پایپ لاین نورد سټریم ۲ به ''یوه ستونزه '' وي.

د جرمني له نوي بهرنیو چارو وزیر سره به د جي سېون غونډې پر مهال خبرو کې دا موضوع هم شامله وي.

اغلې ټرس وايي:

''موږ باید په غوڅ ډول له روسیې پر ترلاسه شوې انرژۍ تکیه کمه کړو. دا به په ټول کې پر هغو اقتصادونو چې بازار نه لري او پر بدنامو عناصرو د تکیې کمولو ستراتېژۍ برخه وي او دغه راز به باوري شي چې ازاده نړۍ د پرمختګ او پاېښت لپاره د اړتیا پر مهال ستراتېژیکه خپلواکي لري. ''

له دې مخکې پر سې شنبه په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمر پوتین سره انلاین غونډه درلوده.

د امریکا ولسمشر وايي، ښاغلي پوتین ته یې خبرداری ورکړ، چې که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، داسې اقتصادي عواقب به ولري، چې ''ده به مخکې هېڅکله نه وي لیدلي. ''