د سیکانو مذهبي کتاب له افغانستانه هند ته ولېږدول شو

افغانستان کې د سيکانو سپیڅلی کتاب ''سري ګورو ګرانت صاحب '' د یو شمېر سکانو په ملتیا په یوه ځانګړې الوتکه کې هند ته ولیږدول سو.
په هند کې د سکانو د حقونو یوه فعال منجېدر سېنګ سیرسا پر خپل ټویټر پاڼه د دې کتاب د لیږد یوه لنډه ویډیو خپره کړې.
په دې ویډیو کې ښکاري چې په کابل هوايي ډګر کې یوه افغان سیک، یو بکس چې سپین دسمال پرې غوړېدلی، پر سر ایښی او څو کسان یې الوتکې ته په پورته کېدولو کې ملتیا کوي.
د سکانو او هندوانو د حقونو دغه فعال د هند له لومړي وزیر نریندر مودي نه مننه کړې چې دې چاره کې یې مرسته وکړه.
په بله ویډیو کې چې دا هم پر ټویټر خپره سوې ښکاري چې هند کې د سیکانو د دغه سپېڅلي کتاب له رسېدو سره یو لړ مذهبي مراسم تر سره کیږي.
د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق پر ټویټر خپاره کړي یوه پيغام کې ويلي دې الوتکه کې به هغه کسان کابل ته ولیږدول سي چې هند کې ایسار پاتې دي.
ده ویلي دا الوتکه به له هند د کابل اندراګاندي روغتون ته درمل او طبي توکي هم را ولیږدوي.
نوموړي هند د سیمې یو مهم هېواد بللی او دا چې له د غه هېواد سره د افغانستان اړیکي ډېر مهم دي.