منظور پښتين افغانستان کې له زلزله ځپلو سره خواشيني ښودلې

Jun 23, 2022 - 12:10
 9
منظور پښتين افغانستان کې له زلزله ځپلو سره خواشيني ښودلې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له کبله د سر و مال پر زیانونو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

ښاغلي پښتین پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "په دې لوی غم کې له زیانمنو کورنیو او د دې سیمې له ولسونو سره شریک دی."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدا راز ویلي چې په اوسني حال کې له پښتون افغان ولس او نړیوالو څخه غوښتنه کوي چې په بېړنۍ توګه له یادو سیمو سره په پراخ مټ مالي او طبي مرسته وکړي.