رسنۍ: له افغانستانه د سکهانو په ګډون ۱۰۴ تنه هند ته ورسېدل

Dec 11, 2021 - 09:54
 3
رسنۍ: له افغانستانه د سکهانو په ګډون ۱۰۴ تنه هند ته ورسېدل

هندي رسنیو له افغانستانه نوي ډيلي ته د لسو هندي وګړو په ګډون له سلو د زیاتو کسانو د رسېدو خبر ورکړی.

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت د وزارت ویاند ارېندَم باګچي ویلي چې پرون د لیندۍ په ۱۹مه نېټه د کام ایر هوايي شرکت په یوه چارتر الوتنه کې له افغانستانه ۱۰۴ کسان نوې ډېلي ته ورسېدل.

د ښاغلي باګچي په وینا لس هندي وګړي او د سکهانو او هندوانو په ګډون ۹۴ تنه افغانان په دې ډله کې شامل وو.

ویل سوي چې په دې ډله کې نهه ماشومان او درې تنه نوي زېږیدلي کوچنیان هم وو.

په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو د امنیت په اړه له دې مخکې اندېښنې څرګندې سوې دي، خو طالبان وايي چې د اقلیتونو حقوقو ته درناوی کوي.