داعش په کابل کې د وروستیو چاودنو پړه ومنله
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په کابل کې د پرونیو چاودنو مسؤلیت ومانه.
په دې چاودنو کې چې د کابل ښار لویدیځ کې وسوې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند سعید خوستي په خبره دوه کسان ووژل سول او ۴ نور ژوبل سول.
چاودنې هغې سیمه کې سوي چې تر ډېره شیعه مذهبه افغانان په کې مېشت دي.
فرانس پرېس اژانس د داعش په حواله ویلي چې پرون جمعه ناوخته یې کابل کې درې چاودنې کړي دي.
دوی ویلي چې د شیعه مذهبو د سپرلۍ بسونه یې په نښه کړي چې لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.