بريتانيا له خپلو او ۵۳ نورو هېوادونو له اتباعو غوښتي افغانستان ته سفر ونه‌کړي

Apr 13, 2022 - 16:25
 5
بريتانيا له خپلو او ۵۳ نورو هېوادونو له اتباعو غوښتي افغانستان ته سفر ونه‌کړي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا او مشترک‌المنافع د ټولو هېوادونو له غړو غوښتي چې افغانستان ته له هر راز سفر څخه ډډه وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون‌یې پر خپله وېب‌پاڼه خپور کړی دی، ویلي لاهم په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه‌دی، هلته دوامداره ګواښونه شته او په ټول افغانستان کې د ترهګرو د بریدونو ډېر امکانات دي.

د مشترک‌المنافع هېوادونو شمېر د بریتانیا په ګډون ۵۴ ته رسېږي.