د اسرائيلو لومړی وزير په يوه تاريخي سفر متحده عرب اماراتو ته ځي

Dec 12, 2021 - 15:59
 3
د اسرائيلو لومړی وزير په يوه تاريخي سفر متحده عرب اماراتو ته ځي

د اسرائيلو لومړی وزير نفټالي بېنېټ نن (يکشنبه ډسمبر ۱۲) په يوه تاريخي سفر کې متحده عرب اماراتو ته سفر کوي.

دا متحده عرب اماراتو ته د اسرائيلو د لومړي وزير لومړنی سفر دی.

د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر په يوه بيان کې ویلي، نفټالي بېنېټ نن متحده عرب اماراتو ته سفر کوي او تمه ده چې سبا به له وليعهد شيخ محمد بن زايد ال نهيان سره وګوري.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې سيمه کړکېچونه زيات شوي او د نړۍ ځواکونه له ايران سره د اټومي هوکړې د بيا ژوندي کولو هڅه کوي. اسرائيل او د خليج ځينې عربي هېوادونه په سيمه کې د ايران د فعاليتنو په اړه اندېښنې لري.

تر دې وړاندې د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير يايير لاپېد تېره جون مياشت کې ابوظبۍ ته د خپل هېواد د سفارت پرانيستلو په موخه تللی و. هغه دې هېواد ته د اسرائيلو د يوه لوړ پوړي چارواکي لومړنی سفر و .

ډېری کسانو متحده عرب اماراتو ته د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير سفر د اسرائیلو او عربي نړۍ لپاره يوه مهمه شېبه بللې وه.

متحده عرب اماراتو هم څو مياشتې وړاندې په تل ابيب کې خپل سفارت پرانيست.