فراه او لوګر لوبډلو بریاوې خپلې کړې

Mar 2, 2022 - 10:21
 9
فراه او لوګر لوبډلو بریاوې خپلې کړې
فراه او لوګر لوبډلو بریاوې خپلې کړې
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو په دوام نن د کندهار په کرکټ لوبغالي کې نیمروز لوبډله د فراه پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته سوه. فراه د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
نیمروز لوبډلې په ۴۰.۱ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۱۷۷ منډې وکړې، چې په ګټه یې ضیاء الحق سلام‌خېل ۵۹، عبدالقدوس کاکړ ۲۲، سید احمد قریشي ۱۸ او نجیب الله ۱۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.
د فراه په توپ اچوونکو کې حمیدالله فراهي ۳، شېراغا، بریال خان ۲ـ۲، حامد او نجیب الله فراهي ۱ـ۱ ویکټ واخیسته.
فراه لوبډلې په ۳۳.۲ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ۱۸۱ منډې وکړې او نیمروز لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په شتون کې ماتې ورکړه.
د فراه لپاره په توپوهنه کې عبدالجبار خان نوري ۶۲، عنایت یوسفي ۵۰ او عزیز احمد ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د نیمروز په توپ اچوونکو کې سید احمد قریشي ۴، نزاکت خان ۲ او قدرت الله ویاړ ۱ ویکټ واخیسته.
د دې لوبې غوره لوبغاړي جایزه حمید الله فراهي ته ورکړل سوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې درې ویکټې اخیستې وې او هم ۹ منډې جوړې کړې وې.
د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو په دوام نن د خوست په کرکټ لوبغالي کې سرپُل لوبډله بیا د لوګر پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته سوه. سرپُل د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
لوګر لوبډلې په ټاکل سویو ۴۷ اورونو کې د ۲ دویکټو په زیان ۳۷۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۷۹ منډو هدف کېښود.
د لوګر لپاره په توپوهنه کې صابر حنیف ۲۵۲ ناسوځېدلې، تاج نیازي ۵۵ او خالد زاهدي ۵۴ منډې وکړې، چې د سرپًل پر وړاندې یې د لوبډلې هدف لوړ کړ.
د سرپُل په توپ اچوونکو کې یوازې عصمت ملکزي د ۲ ویکټو په اخیستو بریالی سو.
د لوګر په ځوابي توپوهنه کې د سرپُل لوبډلې په ۳۱ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۹۹ منډې وکړې او سیالي یې د ۲۷۹ منډو په لوی توپیر وبایلله.
د سرپُل په توپوهوونکو کې نصرت الله ځدراڼ ۲۹ ناسوځېدلې، محمد بلال خان ۱۶، عصمت ملکزي ۱۵ او امیر حسین توتاخېل ۱۲ تر نورو ډېرې منډې وکړې، خو لوبډله یې بریا ته ونه سوه رسولی.
د لوګر په توپ اچوونکو کې حسیب الله ستانکزي، عصمت الله حبیبي ۳ـ ۳، فضل الحق ۲ او سید خان ۱ ویکټ واخیسته.
د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی صابر حنیف و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په ۱۵۸ توپونو د ۱۰ شپږیزو او ۲۸ څلوریزو پر مټ ۲۵۲ منډې کړې وې.