حکمتیار: امریکا په کابل کې د خپلو ۲ زره پوځيانو د حضور غوښتنه کوي

Dec 11, 2021 - 10:54
 3
حکمتیار: امریکا په کابل کې د خپلو ۲ زره پوځيانو د حضور غوښتنه کوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو سره د ۲ زره امریکايي پوځیانو د حضور غوښتنه کوي.

حکمتیار وايي، په افغانستان کې اوسنی بحراني وضعیت په دې هېواد کې د امریکا د شل کلن حضور له امله دی، چې په وینا یې اوس یاد هیواد په کابل کې د خپل سفارت په پرانیستلو سره په پټه یا ښکاره د ۲ زره امریکايي سرتېرو د ځای پر ځای کولو غوښتنه کوي.

حکمتیار وايي، چې په افغانستان کې د بلک واټر په شمول نور تروریستي سازمانونه د امریکا او ناټو له راتګ سره افغانستان ته راغلي وو او دلته یې تروریستي اعمال ترسره کول چې د اشغال په پای ته رسېدو سره یې حضور پای ته ورسېد.

بل لور ته حکمتیار په وروستیو کې د حکومتي ځواکونو له خوا د یو شمېر کسانو مجازاتو ته په اشارې وايي، چې هیواد کې دې له صحرايي محاکمو ډډه وسي.