سېف دې چلډرن: نړیوال دې د افغانستان په اړه خپلې تګ لارې نرمې کړي

Dec 11, 2021 - 10:50
 6
سېف دې چلډرن: نړیوال دې د افغانستان په اړه خپلې تګ لارې نرمې کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې ‘سېف دې چلډرن’ له نړیوالو غوښتي دي چې خپلې تګ لارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسېږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریستیانو مارټون ویلي چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې سوي دي او غذایي بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ کړی دی.

سېف دې چلډرن په یوې اعلامیه کې ویلي چې که له افغان ماشومانو سره بېړنۍ مرستې ونه سي د ژمي تر اخره به ښایي تر پنځه کلنۍ پورې څه باندې درې میلیونه کوچنیان په سخته خوارځواکۍ اخته سي.

سېف دې چلډرن روانه اوونۍ له نړیوالو د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره د دوه میلیارډه امریکایي ډالرو د مرستې د چمتو کولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې نړیوال بانک اعلان کړی چې مرسته کوونکو تایید کړې چې د افغانستان له کنګل سوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته انتقال سي.

دغه بانک ویلي چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي چې بشري ناورین سره مبارزه وسي.

دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق د کنګل شوېو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، یعنې نږدې یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورسیږي.

د خلاصو شویو پیسو له حسابه ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوي یې مصرف کړي.

پاتې سل ۱۰۰ میلیونه ډالره نورې پیسې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.