پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه

Dec 11, 2021 - 10:59
 4
پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه

د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان له حکومت سره یو میاشتنی اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي، چې د افغان طالبانو په منځګړيتوب یې د پاکستان له حکومت سره په مشروط ډول یو میاشتنی اوربند اعلان کړی و، وايي چې د پاکستان حکومت د بندیانو د خلاصون په ګډون د اوربند د موافقې له شرطونو سرغړونه کړې ده.

د پاکستاني طالبانو تحریک اسلام اباد د اوربند د موافقې په سرغړونې تورن کړی او ویلي چې حکومت له ژمنې سره سره تر ۱۰۰ ډېر بندیان خوشي نه کړل او د خبرواترو لپاره یې خپل پلاوی ونه ټاکه.

د پاکستاني طالبانو تحریک دا هم ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د اوربند په موده کې د دوی پر ضد بریدونه کړي دي.

ټي ټي پي دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پاکستاني چارواکو وویل، دوی د اوربند د موافقې پر اساس تر ۱۰۰ ډېر پاکستاني طالبان خوشي کړي دي.