بورېس جانسون د کرونا نوې بڼې پر وړاندې د تقویتي واکسین د زیاتولو اعلان وکړ

Dec 13, 2021 - 14:06
 5
بورېس جانسون د کرونا نوې بڼې پر وړاندې د تقویتي واکسین د زیاتولو اعلان وکړ

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې، اومېکرون پر ضد د تقویتي واکسین د زیاتولو خبر ورکوي.

ښاغلي جانسون په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، د بریتانیا ټولو وګړو ته چې عمر یې ۱۸ کاله یا تر هغه لوړ وي، د ډسمبر میاشتې تر پایه د واکسین درېیم ډوز هم ورکول کېږي.

د حکومت مخکېنی پلان د جنوري پای و.

هغه په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې بریتانیا د اومېکرون له بدلېدونکې څپې سره لاس او ګرېوان ده.

جانسون وویل چې د دې څپې پر ضد د مبارزې لپاره د درېیم ډوز د تطبیق له لارې ملي مأموریت اعلان کړ، ویې‌ویل چې د واکسین د تطبیق مرکزونه به اووه ورځې د اوونۍ فعال وي.

بریتانوي ساینسپوهان په دې باور دي چې د هغو کسانو لپاره چې د اومېکرون له ګواښ سره مخامخ دي د ناروغۍ د علایمو په مخنیوي کې د کرونا پر ضد د واکسین درېیم ډوز ګټور دی.