جاپان افغانستان کې د خپلو نيمګړو پروژو د بشپړولو ژمنه کړې

Aug 1, 2022 - 20:23
 14
جاپان افغانستان کې د خپلو نيمګړو پروژو د بشپړولو ژمنه کړې

دا ژمنه په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د ا ا ا د ریس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د پرونیو لیدو کتو پر مهال کړې.

د ا ا ا  اړوند باختر اژانس راپور ورکړی چې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې غواړي د سرې میاشتې له لارې له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې وروستیو سېلابونو او زلزلو ځپلي دي.

د جاپاني رسنیو د معلوماتو له مخې جاپان تېرو شلو کلونو کې افغانستان سره پنځه نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.