د ا ا ا چارواکو پر سفرونو بنديز په اړه لا هم امنيت شورا خپلمنځي اختلافات لري

Aug 23, 2022 - 18:51
 16
د ا ا ا  چارواکو پر سفرونو بنديز په اړه لا هم امنيت شورا خپلمنځي اختلافات لري

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي پرون هم د ا ا ا مشرانو پر سفر د بندیز په دریځ کې سره ویشلي و.

دا خبره د فرانسې دولتي تلوېزیون "فرانس۲۴ " د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله کړې ده.

د ااا پر ۱۳ مشرانو د سولې د خبرو په هدف د سفر بندیز معاف شوی و، خو دغه معافیت تېره جمعه پای ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې نور جزییات لا رسنیز شوي نه دي.

تر دې وړاندې ویل شوي چې پر ا ا ا مشرانو د سفر د بندیز په مسئله کې روسیه او چین له اروپایي او امریکایي مشرانو سره یوه خوله نه دي.

ااا هم ویلي چې پر دوی بندیزونه د دوحې د تړون خلاف ګام دی او باید له بندیزونو د فشار د وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي.