د هلمند په ۸ ولسوالیو کې د لوږي په وړاندي د مبارزې یا AAH نړیوالې مؤسسې له لوري د لومړنیو روغتیایي خدمتونو ۲۰ مرکزونه پرانیستل سول.

Aug 7, 2023 - 22:42
 29
د هلمند په ۸ ولسوالیو کې د لوږي په وړاندي د مبارزې یا AAH نړیوالې مؤسسې له لوري د لومړنیو روغتیایي خدمتونو ۲۰ مرکزونه پرانیستل سول.

د دغه ولایت په کجکي، نوزاد، سنګین، باغران، ناوه، نادعلي، واشیر او خانشین ولسوالیو کې د لوږي په وړاندي د مبارزې نړیوالې مؤسسې له لوري ۲۰ هغه لومړني روغتیایي مرکزونه یا سبسینټرونه پرانیستل سول چې د یادو ولسوالیو ولسونو ته به د واکسین، مور او ماشوم او خوارځواکۍ په برخه کې ۲ کلونه وړیا هلمند کې د څه باندي ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د لومړنيو روغتیایي خدمتونو ۲۰ مرکزونه پرانیستل سول.

خدمات ترسره کوي، چې اساسي هدف یې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په وړاندي ملاتړ دی. د هلمند د عامې روغتیا رئیس دا هم زیاتوي چې د یادي مؤسسې په مالي همکارۍ یې د ۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په هلمند او ارزګان کې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو ۳۰ مرکزونه جوړ او ګټي اخیستنې وسپارل، چې له ډلې یې ۲۰ په هلمند او ۱۰ په ارزکان ولایت کې دي.

د افغانستان لپاره د لوږي پر وړاندې د مبارزې مؤسسې عمومي رئیس د هلمند د عامې روغتیا ریاست اوسني کارونه د پرمختګ په حال کې وبلل او ویې ویل چې اوسمهال دوی او نړیوال روغتیایي ټیمونه د افغانستان په ټولو برخو کې آزادانه کار کولای سي او ددې هیواد ټولو برخو ته خپل خدمات رسولای سي. هغه د AAH  مؤسسې په استازولۍ د یاد ریاست سره د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.

باید وویل سي چې دا لومړی ځل نه دی چې په هلمند کې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو ۲۰ مرکزونه پرانیستل کیږي، بلکي له دې وړاندي د یوې بلي مؤسسې له لوري هم د لومړنیو روغتیایي خدمتونو ۱۰ مرکزونه جوړ او ګټي اخیستني ته سپارل سوي وه.

محمد نسیم شاکر

سکون راډيو