روسیه:‌ د دونباس ازادول مو مهم لومړیتوب دی

May 30, 2022 - 19:53
 8
روسیه:‌ د دونباس ازادول مو مهم لومړیتوب دی

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یوه تازه مرکه کې ویلي چې د اوکرایین ختیځ کې د دونباس سیمې ازادول د دوی بې قید او شرط لومړیتوب دی.‌

هغه دې مرکه کې یو ځل بیا پر اوکرایین د کړي یرغل ننګه کړې او ویلي یې دي‌ هدف دا دی چې خپل دا لوېدیځ ګاونډی غیر نظامي کړي.‌

ښاغلي لاوروف د کرملین ماڼۍ دا ټکي هم تکرار کړي چې دوی "د اوکرایین د نازي رژیم" پر وړاندې جنګېږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر دې مرکه کې دا ګنګوسې هم رد کړې چې ګوندې ولسمشر یې "ولادیمیر پوتین" ناروغ دی.‌

ښاغلی پوتین چې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې روسیه کې واک کې دی، را روان اکتوبر کې ۷۰ کلن کېږي.

سرګي لاوروف د فرانسې لومړي کانال سره مرکه کې ویلي ولسمشر پوتین په پرله پسې ډول عام محضر کې راڅرګندېږي او دی فکر نه کوي چې "عاقل خلک دې هغه کې د ناروغۍ یا ناخوښۍ" نښې وګوري.‌

لاوروف د اوکرایین جګړې د بشري زیان او د سر بیې په اړه د پوښتنې ځواب کې ادعا وکړه چې ګوندې روسي ځواکونه تر سختو اصولو او مقرراتو لاندې فعالیت او پر ملکي تاسیساتو له هوايي او ځمکنیو بریدونو په کلکه ډډه کوي.‌

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې دغه هېواد کې لږترلږه ۴۰۳۰ ملکي کسان وژل شوي او څه باندې ۴۷۰۰ ټپیان دي.

اټکل دا دی چې د دې جګړه د پوځي مرګژوبلې شمېر به تر دې ډېر لوړ وي.‌

دې جګړې همدا راز تر ۱۴ میلیونو ډېر کسان بې ځایه کړي او بشپړ ښارونه پکې ویجاړ شوي دي.

د اوکرایین جګړه اوس تر ډېره پر دونباس تراړه ورټوله ده چې پر کانونو او طبیعې زیرمو بډایه دونېڅک او لوهانسک سیمې ځان کې رانغاړي.‌

د دغو دوو سیمو بېلتونپال وسله وال چې روسیې سره ګډه ژبه او تاریخي اړیکي لري، په ۲۰۱۴ کال کې د خپلواکۍ جګړه پیل کړې او اوس روسي ځواکونو سره اوږه پر اوږه یوه سنګر کې جنګېږي.‌

سرګي لاوروف دغه فرانسوي تلویزیون سره مرکه کې وايي: "د ډونېڅک او لوهانسک بریا، چې خپلواکي یې د روسیې فدراتیف لخوا په رسمیت پېژندل شوې، د کرملین بې قید او شرطه لومړیتوب دی."

هغه زیاته کړه تر دې ورهاخوا د اوکرایین د خلکو خپل کار دی چې روښانه کړي،‌ چې ایا له خپل نئونازي او روسي ضد رژیم راضي دي که نه.

روسیې وار له مخه د کیېف د نیولو هڅه کې د اوکراییني ځواکونو لخوا پر شا له تمبول کېدو وروسته له دې هڅې لاس اخیستی او ویلي یې دي‌ چې غواړي جګړه د اوکرایین پر ختیځ‌ متمرکزه کړي.

‌روسي ځواکونه په دې وروستیو کې له خارکیېف هم په شا وتمبول شول.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د یکشنبې پر ورځ د دغه ښار لومړۍ کرښې ته د سفر پر مهال وویل ځواکونه به یې تر "وروستي سړي" د خپلې خاورې دفاع وکړي.

هغه وویل روسیه د بري چانس نه لري، دوی به وجنګېږي او له شک پرته به بریالي کېږي.