سره میاشت د ۲۲ نورو په زړه سوري ماشومانو وړیا درملنه کوي

Jul 12, 2023 - 15:11
 11
سره میاشت د ۲۲ نورو په زړه سوري ماشومانو وړیا درملنه کوي

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې دوو داخلي روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۲۲ تنه ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول سي. د يادونې وړ ده، چې په تېرو شاوخوا ١١ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ۱۴۱۴ ماشومان د درملنې په موخه ورپېژندل سوي، چې د درملنې ټول لګښت يي د افغاني سرې مياشتې له لوري ورکول کېږي.