سي پي جي ا ا ا ته: د خبریال علي اکبر د تري تم کېدو مسئله وڅېړئ

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې "سي پي جي" په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ، ویلي دي چې ا ا ا باید د افغان خبریال علي اکبر خیرخواه د تري تم کېدو مسئله وڅاري او تحقیقات وکړي.
دې کمېټې په ورته وخت کې له ا ا ا غوښتې دي، چې د ښځینه خبریالانو په کارونو کې د خنډ رامنځته کېدو مخه ونیسي.
د دې کمېټې د اسیا د برخې همغږه کوونکی سټیفن بټلر وایي، په کابل کې د خبریال علي اکبر خیرخواه او په هرات کې له خبرې غونډې څخه د خبریالې مرجان وفا ایستل هغه اندېښنې پیاوړي کوي چې د خبریالانو په برخه کې شته.
د فوټو ژورناليست خیرخواه د کورنۍ غړي وایي، چې دی د سې شنبې په ورځ د کابل له ميروىس ميدان "کوټې سنګي" سیمې څخه تری تم شو.