مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي دهليزونو له لارې ۹۶۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه سوي دي.

Dec 26, 2022 - 15:36
 16
مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي دهليزونو له لارې ۹۶۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه سوي دي.
مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي دهليزونو له لارې د افغانستان واردات ۷.۸ میلیارده او صادرات ۴.۳۰ میلیارده افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه سوي دي.
د دې وزارت مسؤلین وايي، چې د دغه وزارت له لوري په ګمرکونو کې رونټیا او سوداګرو ته د ښو اسانتیاوو رامنځته کولو په پایله کې د هوایي کارگوګانو له لارې د وارداتو او صادراتو کچه د پام وړ زياته سوې ده.
سرچينې ليکلي په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګوګانو له لارې د واردو شوو توکو ګمرکي ارزښت ۷ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
مالیې وزارت ویلي چې له دغه مدرکه يې ۹۵۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په یاده موده کې د هوایي کارګوګانو له لارې د ۴ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات سوي چې له درکه يې ۱۱ میلیونه افغانی عواید ترلاسه سوي دي.
سکون راډیو