نړیوال بانک: پر اوکرایین د روسیې یرغل په نړۍ کې د لوږې 'ناورین' رامنځته کړی

د نړیوال بانک مشر ډیوډ مالپاس له بي سي سي سره مرکه کې ویلي، پر اوکرایین د روسیې له یرغل سره د خوړو بحران زیاتېږي او نړۍ له یوه بشري ناورین سره مخامخ ده.
ښاغلي مالپاس خبرداری ورکړ چې د خوړو بیو کې ریکارډ کچه زیاتوالی میلیونونه کسان د بیوزلۍ پر لور ټیل وهي.
نوموړي د بي بي سي اقتصادي چارو اډیټر فیصل اسلام ته په یوه مرکه کې وویل: ''دا یو بشري ناورین دی. مانا یې دا ده چې خواړه په کمېدو دي. او بیا دا د حکومتونو لپاره یوه سیاسي ننګونه هم ده، چې په تړاو یې هیڅ نه شي کولای، دوی یې لامل نه دي او دوی ګوري چې بیې لوړېږي. ''
نړیوال بانک مشر د خوړو بیو کې ۳۷ سلنه 'ستر ' زیاتوالی اټکلوي چې د بیوزلو لپاره دروند بار دی.
نوموړی وايي، د بیو دا زیاتوالی پر بېلا بېلو غلو، دانو اغېز کوي او د غوړیو، جوارو او غنمو په څېر ټول هغه توکي اغېزمنوي چې د خوراک لپاره کارول کېږي.
نوموړی وايي، له همدې کبله باید د نړۍ په لر او بر کې د غلې عرضه اسانه شي او په دې لړ کې بیوزلو خلکو ته زیات پام وشي.
ښاغلی مالپاس وايي، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه په زېرمو کې پریمانه خواړه شته، هلته یې د رسولو لپاره باید کار وشي، چې اړتیا ورته لېدل کېږي.
نوموړی وايي، حکومتونه باید د محصولاتو ډېرولو یا په بیو کې د سبسډۍ ورکولو پر ځای د اړتیاوو پوره کولو لپاره د خوړو او کرنیزو توکو رسولو ته پام ډېر کړي او دغه راز توجه د بیوزلو مرستې ته واړوي.
خو د نړیوال بانک مشر په ورته مهال په بحران کې د یوه بل بحران خبره کوي، چې د ده په وینا لامل یې د خوړو او سونتوکو بیو له لوړېدو سره هممهاله د کورونا وبا پر مهال د اخیستل شویو پورونو په پرې کولو کې د حکومتونو پاتې راتلل دي.
ښاغلی مالپاس وايي، ''دا ستونزه همدا اوس روانه ده، موږ نه پوهېږو تر څه وخته به دوام وکړي '' خو په وینا یې شپیته سلنه پورې بیوزله هېوادونه همدا اوس د خپلو پورونو په پرې کولو کې یا له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او یا هم له دې خطر سره لاس او ګرېوان کېدونکي دي.