چک جمهوریت له افغانستان سره مالي مرسته کړې

د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړي صندوق د چک جمهوریت د مالي مرستې مننه وکړه، چې له دې صندوق سره یې کړې ده.
د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړي صندوق پرون په خپل ټویټر کې د دې مالي مرستې اندازه نه ده ښودلې، خو ویلي یې دي، چې له دې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او همکارو ادارو په همکارۍ افغان وګړو ته د اساسي بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره اقدام وسي، په ځانګړي ډول د ژمي په دې شپو ورځو کې.
د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق له بېلابېلو سازمانونو جوړ یو میکانیزم او د مرستې یو صندوق دی چې په افغانستان کې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ملګرو د پروګرامونو د ملاتړ په هدف ایجاد سوی دی.
په داسې حال کې چې د ژمي سختې شپې ورځې دي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر هم زیات سوی دی.