ا ا ا چارواکي وايي بدخشان کې یې اته وسلهوال مخالفین وژلي

په بدخشان کې د سیمهییز چارواکي د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د اتو وسلهوالو مخالفینو د وژلو خبره کوي.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري معزالدین احمدي پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ په میدان سیمه کې دغه وسلهوال مخالفین پرون سهار وروسته له هغې ووژل شول چې پټنځای یې وموندل شو او امنیتي ځواکونو برید پرې وکړ.
د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې چې په دې ولایت کې د امنیه قوماندان او د هوایي قواوو قوماندان ګډون کړی و، د یوه مخالف وسلهوال د نیول کېدو ترڅنګ څو میله سپکه او درنه وسله هم ترلاسه شوه.
دغه سیمهییز چارواکي د ا ا ا لور ته د احتمالي مرګژوبلې د اوښتو او نه هم دا چې وژل شوي وسلهوال مخالفین څوک و، څه نهدي ویلي، خو وسلهوال مخالفینیې باغیان او مقاومتیان یاد کړي دي.
تر دې مخکې په دې ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش، اویغور او منځنۍ اسیا د هېوادونو د یو شمېر سختدریځو د فعالیت راپورونه ورکړل شوي و.