افغان کرکټ بورډ: نیوزیلنډ سره لوبه خورا مهمه ده

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوورېز کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې سبا له نیوزیلنډ سره مخامخ شي.
افغانستان په دوهم ګروپ کې د ۴ پواینټونو په لرلو سره په درېیم ځای کې دی، خو نیوزیلنډ شپږ پواینټونه لري او په دوهم ځای کې دی.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې له نیوزیلنډ سره لوبه خورا مهمه ده: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله خپله پنځمه لوبه سبا د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کوي. دا لوبه د دواړو لوبدلو لپاره خورا ګټوره او مهمه ده. ځکه چې که هره لوبډله دا لوبه په لوی توپیر سره ګټي، نو کولای شي چې د نیم پایلوبې پړاو ته لاره پیدا کړي."
خو ښاغلي هوتک ټینګار وکړ چې افغان لوبډلې دې لوبې ته ښه تیارۍ نیولی دی.
د نړیوال جام د سیالیو په دوام نن اسټرالیا له ویسټ انډیز سره او انګلېنډ له جنوبي افریقا سره د سیالیو ډګر ته وځي.
پرون نیوزیلنډ نامیبیا ته د ۵۲ منډو په توپیر او هند سکاټلنډ ته په اتو ویکټو په ۶،۳ اوورونو کې ماته ورکړه.