ايران: يوې ترافيکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه سوي او لسګونه ژوبل دي

Jun 8, 2022 - 21:22
 14
ايران: يوې ترافيکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه سوي او لسګونه ژوبل دي

د ایران په په مرکزي ښار طبس کې له یوې پټلۍ د مسافر وړونکي ریلګاډې د اوښتو په پېښه کې د لږ تر لږه اولس کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرورکړل شوی دی.

د ایران د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند مجتبی خالدي نن دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د اولسو کسانو مړي او ۳۷ ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې دغه ریلګاډی له مشهد څخه یزد ته په لاره و چې طبس ته نژدې یې پرپټلۍ د ساختماني چارو له کیندونکي یوه ماشین سره ټکر وکړ.

ویل شوي چې د دغه ریلګاډي یولس ډبې له پټلۍ اوښتي دي.

د ایران د ریلګاډو د دولتي شبکې مرستیال میرحسن موسوي ویلي چې په دغه مسافر وړونکي ریلګاډي کې ۳۴۸ مسافر سپاره و.ش