د امريکا سفارت: د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ د افغانستان له بډايه کلتور سره نمانځو

Feb 22, 2023 - 14:58
 11
د امريکا سفارت: د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ د افغانستان له بډايه کلتور سره نمانځو

په کابل کې د واشنګټن سفارت وايي، په افغانستان کې تر دېرشو زیاتې ژبې ویل کېږي.

ياد سفارت وايي، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د افغانستان له بډایو او متنوع کلتوري میراثونو سره لمانځي.

پرون د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ وه، چې هر کال په نړۍ کې د مورنۍ ژبې اهمیت ته د خلکو پام اړولو په نیت لمانځل کېږي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په همدې مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، د مورنیو ژبو په وده کې میندې مهم نقش ادا کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۰ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له‌مخې یې هر کال د فبرورۍ میاشتې ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

سکون راډیو