د اوکراین د کورنیو چارو وزیر په ګډون ۱۸ تنه د یوې چورلکې غورځېدو په پېښه کې وژل سوي دي.

Jan 18, 2023 - 18:08
 6
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر په ګډون ۱۸ تنه د یوې چورلکې غورځېدو په پېښه کې وژل سوي دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د اوکراین د کورنیو چارو وزیر 'دېنیس موناڅېرسکي' په ګډون ۱۸ تنه د دغه هېواد په مرکز کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل سوي دي.‌
چارواکو ‌ويلي‌ په دوی کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان 'یووګین ېنین' او 'یوري لوباکووېچ' هم شامل دي.
پېښه کې ۳ ماشومان هم وژل سوي‌ او ۱۵ نور ټپیان دي.
سکون راډیو