د غور ولایت په یوې ترافیکي پېښه کې یو کس مړ سوی او نهه نور ټپیان سوي دي.

Jan 7, 2023 - 17:19
 7
د غور ولایت  په یوې ترافیکي پېښه کې یو کس مړ سوی او نهه نور ټپیان سوي دي.
‏د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه مازدا ډوله موټر د اوښتو په پېښه کې یو کس مړ سوی او نهه نور ټپیان سوي دي.
د غور ولايتي چارواکي وایي، دا پېښه نن تېر ماښام په کشکک سیمه کې د سرک د خرابوالي له کبله رامنځ‌ته سوې او ټپیان د غور ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول سوي.
سکون راډیو