د میدان وردګو اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي، چې د چک برېښنا بند د رغولو په اړه دې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

دوی وایي، چې د دغه بند کاسه له خاورو ډکه سوې او تخنیکي وسایل يې د خرابېدو په حال کې دي. د میدان وردګو والي بیا په یوه غونډه کې په دې ولایت کې د رغنیزو پروژو په اړه خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هڅه کوي په دې برخه کې رغنده ګامونه اوچت کړي.