د نغلو-جلال آباد عمومي وارداتي لين د 097 نمبر ټاور د بسته‌کارۍ دوه برخې کار ترسره سوی او درېيمه او وروستۍ برخه کار عملاً جريان لري

Mar 19, 2023 - 21:35
 6
د نغلو-جلال آباد عمومي وارداتي لين د 097 نمبر ټاور د بسته‌کارۍ دوه برخې کار ترسره سوی او درېيمه او وروستۍ برخه کار  عملاً جريان لري
د ننګرهار برېښنا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، «د افغانستان برښنا شرکت د څو تخنيکي ټيمونو د ګډو هلو ځلو په نتيجه کې د نغلو-جلال آباد عمومي وارداتي لين د 097 نمبر ټاور د بسته‌کارۍ دوه برخې کار ترسره سوی او درېيمه او وروستۍ برخه کار چې د ټاور عمومي بسته‌کاري او پر نوي جوړ سوي فاونډېشن د ټاور نصبول هم پکې شامل دي عملاً جريان لري.
د ننګرهار برښنا رهبري ستاسې له حوصلې مننه کوي او د کاري ساحې د تخنيکي ټيمونو په استازيتوب ډاډ درکوي هر څومره ژر چې ممکن وي، پاتې کار به هم تکميل او لين بېرته چالان کړي.»
سکون راډیو