د کابل - جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې پیل سوې!

Oct 31, 2022 - 11:10
 2
د کابل - جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې پیل سوې!

د ‏ټولګټو وزارت مسوولين وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل - جلال آباد د دویم لین سړک د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې کار د ٢٤.٥ ميليونه افغانیو په ارزښت پیل سو.

یاد وزارت ویلي مالي امکاناتو ته په پام سره د هېواد ټول هغه سړکونه او پلونه، چې د طبعي پېښو له امله ويجاړ سوې دي، بياورغوي.

سکون راډیو