دهلمند د برېښنا ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او په دنده یې پيل وکړ

Dec 16, 2021 - 20:29
 13
دهلمند د برېښنا ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او په دنده یې پيل  وکړ
دهلمند د برېښنا ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او په دنده یې پيل  وکړ

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت د برېښنا ریاست لپاره نوی رئیس مولوي عبدالاحد ایوب د یوې غونډي په ترڅ کي د دغه ریاست ادارې کارکوونکو ته ورمعرفي او په دنده یې پیل وکړ.

پر همدې مهال د ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي مجیب الرحمان مبارک د یاد رئیس د ګمارني مکتوب ولوست او زیاته یې کړه چي اسلامي امارت د خپل اصولو او مقرراتو له مخي هغه کس په دنده ګماري چي ټولني او ولس ته په صداقت او ایماندارۍ سره خدمت کوي او د ستونزو حل ته یې پر وخت رسیدګي وکوي ، چي په وینا یي د برېښنا رئیس هم په دې اساس ټاکل سوی څو ولسونو ته خدمت وکړي.

نوموړي وویل ؛ مسوولیت امتیاز نه دی بلکي یو کس ته په دې اساس ورکول کېږي چي خلکو ته  خدمت وکړي او په دې باره کي یې له نوي رئیس څخه غوښتنه وکړه چي خپل دندي او مسوولیت ته ژمن اوسئ او د ولس ستونزو ته پروخت رسیدګي وکړئ.

 د برېښنا رئیس مولوي عبدالاحد ایوب د خپل وینا پر مهال د مخکني رئیس د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یی کړه چي دی به هم خپله دنده په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره مخته وړي او د خلکو ستونزو ته به پر وخت رسیدګي کوي.

نوموړي دغه راز له ښاریانو غوښتنه وکړه چي خپل د برېښنا بیلونه پر وخت تحویل او د برېښنا د بې ځایه او غیري قانوني لګښتونو ډډه وکړئ.