ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو نوې تګلاره اعلان کړه

Jan 27, 2022 - 16:23
 4
ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو نوې تګلاره اعلان کړه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام د افغانستان په اړه غونډه لرله، چې ددغه شورا ډېری غړو وینا پکې وکړه.

دوی ټینګار وکړ چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د همدې موخې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړې ده.

ددې تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره هڅه وکړي او بشردوستانه مرستې پراخې کړي.

دا تګلاره (د انتقالي تعامل چوکاټ) نومېږي چې پر بنسټ یې ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستو لپاره لا ډېرې پیسې راټولوي او دلته به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې لګول کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې دوی ددې تګلارې د عملي کولو لپاره شاوخوا اته میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو وکړی شي په افغانستان کې د خلکو د ژغورنې او شته ستونزو د بنسټیز حل لپاره لاس په کار شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې افغانان د ژمي او لوږې له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه ستونزې د حل لپاره اړینې مرستې وکړي.

هغه وایي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده شي، افغانستان ته دې د پیسو د لېږد زمینه برابره شي او په دغه هېواد کې دې د نقدو پیسو د نشتون ستونزه هم حل کړل شي.

انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو له مرستندویه خواوو هم غوښتي چې له افغانستان سره په خپلو مرستو او همکاریو کې پراختیا راولي او په دې توګه د افغانانو ستونزې ختمې کړي.