ننګرهار کې په لومړي ځل کرنې مکانیزه کولو په موخه د څاڅکو سیستم جوړ سو.

Nov 3, 2022 - 16:23
 9
ننګرهار کې په لومړي ځل کرنې مکانیزه کولو په موخه د څاڅکو سیستم جوړ سو.
د ننګرهار ولایت کانال ریاست مسٶلین وایي، چې د کرنې مکانیزه کولو په موخه یې په (۳۲۶) جریبه ځمکه (۱۸)میلیونو افغانیو په لګښت څاڅکو نوی سیستم جوړ کړی چې دا سیستم په هیواد کې بیلګه نه لري او هڅه کوو چې د کانال اړوند ځمکې لدې سستم سره ونښلوو.
کانال رئیس غلام الرحمن کظیم وایي، دغه سیستم د ننګرهارکانال هډې فارم په پنځم بلاک کې د دوو کرنیزو شرکتونو له لوري د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ سوی.
رئیس زیاته کړه چې ددې نوي سیستم له لارې د اوبو ضایع کېدو مخنیوی کیږي، په کم وخت کې زيات شمير نباتات اوبه کولی سي، په ځانګړي توګه د هغو ونو / نباتاتو د لپاره چې په قطار کرل کيږي مناسبه لار ده.

سکون راډیو