پاکستانۍ رسنۍ: د افغانستان او پاکستان سوداګري دوه برابره ډېره سوې

Apr 23, 2022 - 15:59
Apr 23, 2022 - 16:00
 6
پاکستانۍ رسنۍ: د افغانستان او پاکستان سوداګري دوه برابره ډېره سوې

پاکستاني رسنۍ د چارواکو له قوله وايي په وروستیو دریو میاشتو کې د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري دوه ځلې زیاته سوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه، په تېره افغانستان ته د پاکستان صادرات د ا ا ا له واکمنېدو وروسته کم سوي وو.

پاکستاني چارواکي اوس وايي چې د تورخم له لارې افغانستان ته صادرات که څه هم زیات سوي خو هغه حد ته نه دي رسېدلي چې د اګست له ۱۵مې مخکې وو.