په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان دفتر په بلخ ولایت کې پرونۍ چاودنه غندلې او هغه یې «وحشیانه» بللې ده.

Dec 7, 2022 - 17:59
 16
په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان دفتر په بلخ ولایت کې پرونۍ چاودنه غندلې او هغه یې «وحشیانه» بللې ده.
په بلخ کې د ځايي مسؤلینو د معلوماتو په اساس تیره ورځ په مرکز مزارشریف کې د حیرتان بندر د نفتي موادو د کار کوونکو د عملې پر موټر چاودنه کې اووه تنه ووژل سول او شپږ تنه نور ټپیان سول.
یاد سازمان د سې شنبې په ورځ ناوخته ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۵) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د سیاسي ثبات او امنیت ټينګېدو لپاره د ورته بریدونو پر مخنیوي باندې ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان دفتر په بیان کې ویل سوي: "د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سکرتریت د دې ډول وحشیانه ترهګریزو اعمالو عاملینو، تنظیمونکو، ملاتړ کوونکو او مالي تمولونکو پر نیولو او حساب ورکولو باندې ټینګار کوي."
د یاد سازمان سکرتریت په بلخ ولایت کې د تیرې ورځې چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له امله د اوو کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل سو.
سکون راډیو