ا.ا د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او انتقالاتو د همکاریو تړون لاسلیک کړی

دا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له یوه قزاقستاني شرکت منصور فاتح سره د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او د انتقالاتو د همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون پرون په کابل کې لاسلیک شوی او ارزښت یې اته میلیونه او ۶۳ زره ډالره اټکل سوی.
باختر اژانس د اوسپنې پټلۍ د ادارې د رییس بخت الرحمن شرافت په حواله ویلي چې مخکې د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې د پټلۍ د ساتنې – څارنې او انتقالاتو تړون شاوخوا پنځلس میلیونه ډالره و.
د قزاقستاني شرکت منصور فاتح د مرستیال بیسن بای مخانوف بیا په کابل کې د تړون د لاسلیک پر مهال ژمنه کړې چې د اوسپنې پټلۍ افغان انجینیرانو او کارګرو ته به مسلکي روزنه هم ورکوي څو په راتلونکي کې د اوسپنې پټلۍ ستونزې په خپله حل کړي