ابدالي: د 'ساساکاوا' د سولې بنسټ سره مو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د جاپان لپاره د افغانستان سفیر وايي، په توکیو کې یې د ساساکاوا (Sasakawa) د سولې بنسټ له مشرتابه سره د افغانستان پر موضوع خبرې وکړې.
شیدا محمد ابدالي پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د دې بنسټ د پروګرامونو له مشرې اکیکو هوریبا سره یې د افغانستان پر ټولنیز-اقتصادي او سیاسي وضعیت بحث وکړ.
ښاغلي ابدالي لیکلي، په دې کتنه کې پر دې هم بحث وسو، چې ساساکاوا د سولې بنسټ د افغانستان د بشري او سیاسي بحران په حل کې څه ونډه لرلی سي.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د یوناما پخوانی مشر تدامیچي یاماموتو هم حاضر وو.
شیدا محمد ابدالي لیکلي، په دې خوشحاله دی، چې د جاپان د سولې دغه بنسټ د افغانستان لانجې په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
سکون راډیو