اردغان: زلزله کې د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو له امله به مسؤلو کسانو سره حساب وسي

Feb 22, 2023 - 20:56
 7
اردغان: زلزله کې د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو له امله به مسؤلو کسانو سره حساب وسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه له هغو کسانو سره د حساب کتاب ژمنه وکړه، چې په تېره وژونکې زلزله کې د څه باندې ۴۱زره کسانو د مړینې مسوول دي.

د فبرورۍ میاشتې پر ۶مه د ترکیې او سوریې ځینې برخې یوې زورورې زلزلې ولړزولې، چې په دواړه هېوادونو کې د مړینو شمېر تر ۴۷زرو اوښتی دی.

ولسمشر اردوغان پرون په جنوبي ولایت عثمانیه کې وویل: دا مو دنده ده چې له سرغړوونکو سره د قانون له‌مخې حساب کتاب وکړو.

په ترکیه کې چارواکو تر دې مخکې د ودانیو په جوړولو کې د ځینو معیارونو په پام کې نه نیولو پر موضوع انتقاد کړی وو.

سکون راډیو