اروپا کې وچکالي چې له تصور لوړه ده

Dec 24, 2022 - 14:06
 13
اروپا کې وچکالي چې له تصور لوړه ده
اروپا وچه کې د اقتصادي وضعيت، سون توکو او نورو کړکېچونو ترڅنګ، وچکالي او د څښاک اوبو کمښت هغه کړکېچونه دي، چې په اړه يې دومره فکر هم نه وو سوی.
د اروپا ګڼو هېوادونو کې د اوبو سترې ذخيرې او ډنډونه په وچېدو دي او ساينس پوهان دا وېره لري، چې وچکالۍ به دومره شديده سي، چې د څښاک اوبو پيدا کول به ستونزمن وي.
اروپا کې د وچکالۍ او اوبو کمښت يو ستر لامل د اقليم بدلون او هوا ګرمېدل ښوودل شوي دي، چې ښايي راتلونکو لسيزو کې ستر انساني بحرانونه رامنځ ته کړي.
سکون راډیو