افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه ډالره ليلاموي

Aug 8, 2022 - 16:26
 4
افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه ډالره ليلاموي

د ا ا ا په مشرۍ د افغانستان بانک نن ۱۲ ميلونه ډالره ليلام ته وړاندې کوي.

دغه بانک تېره ورځ ناوخته په خپل ټويټر پاڼه له ټولو شخصي بانکونو، پولي شرکتونو او پانګوالو چې په شرايطو برابر دي په دې پروسه کې د‌ ګډون غوښتنه کړې.

د افغانستان بانک وړاندې ليکلي، چې د پروسې ګټونکی بايد خپل ټول حسابونه د ټاکلې نېټې پورې تصفيه کړي.

د افغانستان بانک د دې پروسې د پیل هدف د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل او د افغانستان په لویو بازارنو کې د ژوند لومړنیو توکو د بیو راټیټېدل ښودلي دي.

خو د ازادي راډيو د راپورنو پر بنسټ د افغانستان په لویو بازارنو کې لا هم د خوراکي او نفتي موادو بیو د پام وړ تغیر نه دی کړی او د ځینو اقتصاد پوهانو په باور د افغانستان بانک دغه چاره تر دا مهاله اغېزمنه نه ده.

موږ هڅه وکړه د افغانستان بانک نظر چې ولې دغه بهیر د نرخونو په کنټرول اغېز نه کوي واخلو خو ددې بانک ویاند صابر مومند د خبر تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.