افغانستان کې د زعفرانو بیي لوړي سوي.

په افغانستان کې د زعفرانو د کښت ملي ټولنه وايي روان کال د وچکالۍ له امله د زعفرانو په حاصلاتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د دې ټولنې مسؤلین وايي چې په روان کال کې تر دې دمه زعفرانو ۱۰ ټنه حاصل ورکړی په داسې حال کې چې تېر کاليې حاصل ۲۲ ټنه وو.
شکور ایثار چې په افغانستان کې د زعفرانو د لومړنیو کروندګرو له ډلې دی ۲۰ کاله وړاندې يې له خپل پلار سره یوځای په هرات کې زعفران وکرل او نور کروندګر يې هم دغه کښت ته وهڅول.
د ښاغلي ایثار په وینا د زعفرانو د حاصل کمښت لامل شوی چې په هېواد کې يې بیې خورا لوړې شي، خو بهر ته د پروازونو د نهموجودیت له امله نهشي کولای بهرنیو سوداګرو ته د افغانستان زعفران ورسوي.
په تېرو کلونو کې د زعفرانو کرندوګرو د ټيتو بیو له امله شکایت کاوه، خو سږ کال د دغه حاصل د یو کیلو بیه له ۳۰ زرو نه تر ۱۰۰ زره افغانیو لوړه شوې ده.
تېر کال د افغانستان زعفرانو په نړیواله کچه د خوند له مخې څلورم مقام خپل کړی و، خو سږ کال چې په دې هېواد کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو حاصلات کم شوي او د بهرنیو پروازونو د نهموجودیت له املهيې بهر ته صادرات هم صفر دي، معلومه نهده چې نړیوال به د افغانستان د زعفرانو له ذایقې برخهمن شي کنه.