افغانستان کې سړه څپه؛ د مړو سویو شمېر ۱۰۴ تنو ته لوړ سوی!

د افغانستان ا.ا وايي، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سړې هوا له لامله د مرګونو پېښو رپوټونه تر لاسه سوي، او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي "له بده مرغه د هوا سړېدو، سېلابونو، اور لګېدنې او د ګاز نیولو له امله د مرغومي له ۲۰مې تر اوسه، په تخار، بدخشان، نیمروز، کندهار، لغمان، غزني، روزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، پکتیکا، بلخ، سمنګان، بامیان او هرات ولایتونو کې ۱۰۴ کسان شهیدان، ۵۰ هستوګنځي په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي."
ښاغلي رحیمي ویلي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې مرستې رسونې لپاره مالوماتي ډلګۍ استولي.
د ویاند په دې اړه وايي "د موسسو او دولتي ادارو په همکارۍ تېره یو میاشت کې ۴۰ زره کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلي دي او دغه لړۍ دوام لري."
ملګرو ملتونو وار له مخه افغانستان کې د ساړه ژمې له امله د بشري ناورین د لا ژورېدو اندېښنې په ډاګه کړې وې.
ا.ا نړیواله ټولنه د دغه هېواد پر ناسازه اقتصادي حالت ملامتوي.
د باختر دولتي خبري اژانس د استازۍ سرلیکنه کې کاږي "بهرنیو مرستندویه موسسو چې له افغانستان سره د بشري مرستو شعارونه ورکوي په دې ناوریني حالت کې له یوې او بلې بهاني سره افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولې دي."
د ا.ا.ا دغې وینا کې ویل سوي "څه چې د افغانانو ژمی لا سخت کړی د مرستو سیاسي کول دي".
خو د چارو شنونکي د ا.ا ځپونکې تګلارې د دې لامل ګڼي چې د مرستندویه ټولنو رسېدا او فعالیت ته یې لار جوړه نه کړه.
د ماشومانو ژغورنې ادارې چې پر نا دولتي موسسو کې پر افغان مېرمنو د ا.ا له لور د کار بندیز غبرګون کې خپلې چارې په بشپړ ډول درې اوونۍ ځنډولې وې، اوس یې یوې برخې بیا فعالیت پیل کړی.
دغه اداره وايي "زموږ د کارکوونکو نیمه برخه مېرمنې دي. تر هغه چې ټولو ته د کار اجازه ورنه کړل سي، دوی چمتو نه دي خپل فعالیتونه په ټولیز ډول پیل کړي."
لېرې پرتو سیمو ته د لاسرسي کموالی او افغانستان کې د رسنیو له محدود فعالیت سره د پېښو کره مالومات ترلاسه کول هم اسانه نه بریښي.
په تېرو ژمنیو موسمونو کې د لویو لارو بندیده، ایمالونه او ورښتونه د کړاو لاملونه وو.
دا وار بیا هغسې چې اټکل یې شوی و، لوږه او بې وزلي د افغانانو ژمی لا پسې سخت او مرګونی کوي.
د ښځو په اړه د ا.ا ځپونکو تګلارو او نړیوالو بندیزونو د افغانستان کې روان بشري کړکېچ نور هم پېچلی کړی دی.
سکون راډیو