امنيتي چارواکي وايي، ننګرهار کې یې د ۳۰۰ ټنه ليتيم د قاچاق مخنيوی کړی

Jan 21, 2023 - 20:49
Jan 21, 2023 - 20:52
 7
امنيتي چارواکي وايي، ننګرهار کې یې د ۳۰۰ ټنه ليتيم د قاچاق مخنيوی کړی
د ‏‎ننګرهار ولایت رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دې ولايت ته له کونړ او نورستان ولايتونو څخه د راوړل سويو ۳۰۰ ټنه تخته پټ ليتيم قاچاق مخنيوی د کانونو او پټروليم وزارت او استخباراتو ریاست مسئولينو سره په همغږۍ تر سره سو.
يادو ليتيمو د قاچاق په تور يو شمېر کورني او بهرني قاچاق وړونکي هم نيول سوي دي.
‏دا ليتيم چې په تدريجي ډول ننګرهار ته راوړل سوي و په ننګرهار کې د کانونو او پټروليم وزارت مسئولينو ته وسپارل سول.
مسئولين وايي، چې ۷۰۰ ټنه تخته پټ ليتيم يې په کونړ کې مهرلاک کړي دي.
سکون راډیو