‏ننګرهار محبس څخه لس تنه بنديان ازاد سول.

Nov 9, 2022 - 19:38
 14
‏ننګرهار محبس څخه لس تنه بنديان ازاد  سول.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ګډ کميسيون له لوري د ځانګړي تخفيف په ترڅ کې هغه لس بنديان چې جرمونه يې کوچني و او د بند موده يې کمه وه ازاد سول.
چارواکي زياتوي، ‏ياد کميسيون به يو شمېر نور بنديان هم چې جرمونه يې درانه نه وي او يا يې د بند موده کمه پاتې وي ازاد کړي.
سکون راډیو