افغان او امریکايي لوری د کنګل سوې شتمنۍ په اړه غږېدلي

بهرنیو چارو وزارت د کنګل شوو شتمنیو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان پلاوي په اوسلو کې د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینه وړاندې لیکي، چې دغه خبرې رغنده وې او ژر به پایله ولري.
په اعلامیه کې راځي چې په دې مذاکراتو کې همدا راز د ښځو د حقونو، بشري حقونو د رعایت، ښوونځیو د پرانیستل کېدلو او نورو مواردو په اړه د نړیوالې ټولنې پوښتنو ته ځوابونه ویل سوي دي.
بهرنیو چارو وزارت دغه درې ورځنی سفر د افغانستان لپاره له لاس ته راوړنو ډک بولي او ټینګار کوي چې دوی له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او دغه ډول اړیکې به ادامه ولري.
د یادونې ده چې نړۍ د افغانستان د نوي سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د پراخ بنسټه دولت رامنځته کېدل، بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره مبارزه او دغه راز له نړیوالو ترهګرو مشخصاً له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کول د اساسي شرطونو په توګه ټاکلي دي.