اوکرایین: روسي ځواکونو پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه کړي

د اوکرایین لومړي وزیر مرستیاله وايي، روسي ځواکونه په دې هېواد کې د ښوونځیو، وړکتونونو او روغتونونو په ګډون پر ملکي هدفونو بریدونه کوي.
اولها ستیفانیشینا بي بي سي ته وویل، د اوکرایین پوځ له 'سخت مقاومت ' وروسته روسي ځواکونو د ملکي خلکو پر ضد 'پراخ عملیات ' پیل کړي دي.
اغلې ستیفانیشیان د بي بي سي ټلویزیون له یکشنبې سهار خپرونې سره مرکه کې پر روسیه تور پورې کړ، چې د ښارونو په عین منځ کې پوځي تکتیکونه کاروي او په وینا یې له هوا او ځمکې د بریدونو له لارې ''یو ترهګریز پلان عملي کوي. ''
نوموړې زیاته کړه:
''حقیقت دا دی چې پر کورونو یې بریدونه کړي، پر وړکتونونو یې بریدونه کړي او اوکرایین د روسیې فدراسیون له لوري د ترهګرۍ یوه پلان عملي کېدو څپه ویني. ''
نوموړې وايي، روسیې د پوځيانو او تجهیزاتو ''پراخ زیانونه '' لیدلي، خو په وینا یې ''دا یې مخه نه نیسي، بلکې نور تېري او یرغل ته یې لمسوي. ''
په ایرپین ښارګوټي کې هغه مهال د یوې کورنۍ څلور کسان ووژل شول، چې له جګړې پر تښتېدونکو ملکي خلکو د هاوان برید وشو.
دغه راز په ماریو پول ښار کې د ملکي خلکو ایستلو چاره وځنډول شوه.
په دې ښار کې اوس له پنځو ورځو راهیسې نه د نلونو اوبه شته، نه هم برېښنا او د ښاریانو د خوړو او اوبو زېرمې په چټکۍ سره مخ په ختمېدو دي.
د دې ښار شورا پر روسي ځواکونو تور پورې کړی، چې د پرلپسې بریدونو له کبله یې د ملکي خلکو ایستلو چاره ځنډولې، خو روسیې بیا ورته تورونه پر اوکراییني پوځیانو لګولي.
بل لور د روغتیا نړیوال سازمان تایید کړې، چې پر روغتیايي اسانتیاوو بریدونه شوي دي او د دې ادارې مشر ټیډروس ادهانوم غیبریاسوس وايي، دا بریدونه د 'مرګژوبلې ' لامل شوي دي.
د بریتانیا حکومت د استخباراتی معلوماتو له مخې وايي، روسي ځواکونو 'په ډېری ګڼ مېشتو سیمو کې ' بریدونه کړي او هغسې تکتیکونه یې کارولي چې ۱۹۹۹ کال کې یې چیچنیا او ۲۰۱۶ کال کې یې سوریه کې کارولي وو.
د یکشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو څارونکو وویل، د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکرایین د روسي یرغل له پیل راهیسې ۳۶۴ ملکي کسان وژل شوي دي، خو داسې باور دی چې کره شمېر ښايي د دې پرتله 'پاموړ ډېر وي. '
د ملګرو ملتونو کډوالو چارو اداره 'یو این ایچ سي ار ' مسوولین وايي، پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې نژدې یو نیم میلیون ملکي خلک د جګړې له کبله د خپل کور کلي پرېښوولو ته اړ شوي دي.