ا ا ا د ټاپي پروژې له مشر سره د يادې پروژې پر خونديتوب انلاين غونډه کړې

Aug 25, 2022 - 21:46
 11
ا ا ا د ټاپي پروژې له مشر سره د يادې پروژې پر خونديتوب انلاين غونډه کړې

د کورنیو چارو وزارت مسؤلينو د ټاپي پروژې له مشر، مراد امانوف سره د دې پروژې پر خوندیتوب انلاین غونډه وکړه.

ملي راډیو ټلوېزیون  د نورو جزییاتو له ورکولو پرته خبر ورکړی چې په دې غونډه کې له نړیوالو معیارونو سره سم پر امنیتي طرحه خبرې وشوې.

ا ا ا تر دې مخکې هم د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا خبر ورکړی و، خو تر اوسه په عملي ډګر کې د کوم پرمختګ څرک نه تر سترګو کېږي.

ټاپي هغه پروژ ده چې په مرسته به یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له طریقه هندوستان ته انتقالېږي.

په پام کې وه، د ۲۰۱۹م کال په پای کې له دې پروژې ګټه اخیستنه عملاً پیل شي، خو په افغانستان کې امنیتي ګواښونو او نورو ستونزو د دې پروژې د عملي کېدو مخه نیولې وه.